مقامی ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

پرلت به نن شپه هم دوام ولري، سبا د حکومت او د پرلت کمېټې ترمنځ د برياليو خبرو امکان

کوټه (۱۷ جولای ۲۰۲۶) د سرچينو په وينا، د زيارت د شهيدانو د وارثانو احتجاجي پرلت به نن شپه هم په خپل ځای دوام ولري، خو تمه ده چې سبا د شنبې په ورځ د حکومتي پلاوي او د پرلت د کمېټې ترمنځ خبرې اترې بريالۍ شي. سرچينې وايي، که خبرې بريالۍ شوې، نو د پرلت د راتلونکي په اړه به مهمې پرېکړې وشي، خو په دې اړه به رسمي اعلان يوازې د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته وشي.