تازه خبرونه ۱۸ جولائی ۲۰۲۶

په اردن کې د ايراني بريدونو پر مهال دوه امريکايي پوځيان وژل شوي، څلور ټپيان او يو ورک دی: سينټکام

کوټه (وېب نيوز): د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) ويلي چې په اردن کې د ايراني بالېسټيک توغنديو او بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر مهال دوه امريکايي پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د سينټکام د بيان له مخې امريکايي او ائتلافي ځواکونو د دغو بريدونو پر وړاندې دفاعي عمليات ترسره کول چې په ترڅ کې يې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه. بيان زياتوي چې يو امريکايي سرتېرى هم ورک شوی او د موندلو لپاره يې لټون روان دی. امريکايي پوځ تر اوسه د وژل شويو او ورک شوي سرتېري هويت نه دی څرګند کړی، خو د پېښې په اړه پلټنې او د وضعيت ارزونه دوام لري.