دالبندین (وېب نیوز): د چاغي ولسوالۍ د ډهډر په سیمه کې په یوه اوپن مني پمپ کې ناڅاپه اور ولګېد چې له امله یې د میلیونونو روپیو په ارزښت ایراني تېل وسوځېدل. د اور وژنې عملې او ځايي ادارې پر وخت اور مهار کړ او په پېښه کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی. د اور لګېدو د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
