کوټه (۱۷ جولای ۲۰۲۶) د بلوچستان د ناورينونو د مديريت ادارې د اين ډي اېم اې د وروستي لومړني خبرداري پر بنسټ ويلي، چې د جولای له ۱۷مې څخه تر ۲۳مې پورې به د شمال ختيځ بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې بارانونه، تېز بادونه، تندر او برېښنا، او په ځينو ځايونو کې سخت ورښتونه وشي. ادارې خبرداری ورکړی چې د غرنيو سيمو په کيچمنټونو کې د زياتو بارانونو له امله د اوبو چټک بهير رامنځته کېدای شي، چې ورسره په غرنيو خوړونو، موسمي نالو، برساتي رېلو او ټيټو سيمو کې د ناڅاپي سېلابونو خطر زياتېږي. ژوب، شېراني او موسیٰ خېل د منځني او لوړ خطر لرونکو سيمو په توګه ياد شوي، او لورالايي، قلعه سيف الله، زيارت، هرنايي، سبي، بولان، کوهلو، بارخان، قلات، سوراب، خضدار، ډېره بګټي، لهړي، نصيراباد، جهل مګسي او جعفراباد هم د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي. پي ډي اېم اې ټولو ډپټي کمشنرانو او اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د بېړنيو عملياتو مرکزونه دې شپه او ورځ فعال وساتي، د ژغورنې ډلې، ماشينري او مرستندويه وسايل دې بشپړ چمتو وساتي، او له خلکو يې غوښتنه کړې چې د موسمي نالو، خوړونو او برساتي اوبو له غاړو لرې پاتې شي او د هر ډول بېړني حالت په صورت کې دې سمدستي د پي ډي اېم اې بېړنۍ مرستندويه شمېرې *۱۱۲۹ ته خبر ورکړي.
