کوټه (وېب نيوز): د ايران د پوځي مشر سلاکار محسن رضايي خبرداری ورکړی چې که امريکا پر ايران خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي، تهران به روانه شخړه په بشپړه سيمه ييزه جګړه بدله کړي. نوموړي وويل چې د جګړې او خبرو اترو پخوانۍ تګلاره پای ته رسېدلې او ايران د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال هڅه کړې وه چې جګړه سيمې ته ونه غځېږي. هغه زياته کړه چې د امريکا او اسرائيلو د بريدونو باوجود ايران په کوېټ او د امريکا پر نورو پوځي اډو بريد ونه کړ، خو امريکا ته مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې د نويو بريدونو په صورت کې به جګړه سيمه ييزه بڼه خپله کړي. محسن رضايي وويل چې د ايران پوځي تګلاره د دفاعي مخنيوي او قوي ځوابي بريدونو پر بنسټ ولاړه ده او د دښمن هر بريد ته له لا پياوړي توغنديز ځواب سره مقابله کېږي، څو جګړه پای ته ورسېږي او دښمن له نورو بريدونو راوګرځول شي. نوموړي دا هم وويل چې د هرمز تنګي په اړه د ايران وروستي اقدامات هم د همدې ستراتيژۍ برخه ده.
