د پاکستان او هند ترمنځ وروستۍ پوځي شخړه په څو ساعتونو کې د اوربند په اعلان پای ته ورسېده او له هغې وروسته داسې کومه جدي سرغړونه ونه لیدل شوه چې د بیا پراخې جګړې احتمال یې رامنځته کړی وي. برعکس، په منځني ختیځ کې د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ کړکېچ په بېلابېلو پړاوونو کې دوام لري. د اوربند اعلانونه هم شوي، خو د بریدونو او ځوابي عملیاتو راپورونه هم پرلهپسې خپرېږي، چې له امله یې سیمه لا هم له بېباورۍ او ناڅرګند وضعیت سره مخ ده. که د نړۍ د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ شخړه د ډیپلوماسۍ له لارې په لنډ وخت کې کنټرولېدای شي، نو دا پوښتنه هم پر ځای ده چې ولې امریکا، چې ځان د نړۍ تر ټولو ستر ځواک بولي، لا هم نه ده توانېدلې په منځني ختیځ کې تلپاتې ثبات رامنځته کړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې نړیواله ټولنه باید پرې ژور فکر وکړي.
بله مهمه پوښتنه دا ده چې هغه هېوادونه چې پخوا یې له ایران سره سخت اختلافات لرل، نن ولې د بېلابېلو سیاسي او ستراتیژیکو لاملونو له مخې د امریکا دریځ ته نږدې ښکاري؟ د دې بدلون عوامل څه دي، او د سیمې نوې سیاسي او امنیتي صفبندۍ کوم لوري ته روانې دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې نړیوال مشران باید ورته روښانه ځوابونه وړاندې کړي. همدارنګه د هرمز تنګي، نړیوال سمندري تجارت او د انرژۍ د لېږد په اړه بېلابېل اندېښنې او اټکلونه موجود دي. اړتیا ده چې دا حساس موضوعات د مستندو حقایقو او فعاله ډیپلوماسۍ له لارې روښانه شي، څو د سیمې بېثباتي نوره هم ژوره نه شي.
په داسې حساس وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني پاکستان ته سفر کوي. دا سفر د دواړو هېوادونو لپاره یو مهم فرصت دی. پاکستان باید له دې موقع څخه په استفادې نه یوازې له ایراني چارواکو، بلکې له امریکا او نورو اغېزمنو هېوادونو سره هم فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې ونیسي. اسلامآباد باید له ټولو اړخونو وپوښتي چې د دوی سیاسي او پوځي موخې څه دي، د اوسني بحران پای ته رسولو لپاره کومه تګلاره لري، او د هرمز تنګي او د سیمې د نورو مهمو سمندري لارو په اړه یې اوږدمهاله لید څه دی. په دغو موضوعاتو کې روڼتیا نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې د سولې او نړیوال اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري.
پاکستان باید د خپلې دودیزې بهرنۍ پالیسۍ له مخې متوازن، فعال او مسؤل ډیپلوماټیک رول ولوبوي. له ایران سره ورورګلوي، له سعودي عربستان او نورو دوستو هېوادونو سره دفاعي اړیکې، او له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل دا ایجابوي چې پاکستان د هر ډول احتمالي سیمهییزې جګړې د مخنیوي لپاره خپل مثبت رول ولوبوي. همدا اوس مناسب وخت دی چې اسلامآباد ټولو اړخونو ته دا څرګند پیغام ورسوي چې د جګړو د پراخولو پر ځای دې خبرو اترو، باور جوړونې او د نړیوالو قوانینو درناوي ته لومړیتوب ورکړل شي. که نړۍ رښتیا هم سوله غواړي، نو د زور او جګړې پر ځای باید ډیپلوماسي د ستونزو د حل اساسي لار وګرځي، ځکه چې هره نوې سیمهییزه جګړه به نه یوازې منځنی ختیځ، بلکې ټوله اسیا او نړیوال اقتصاد له جدي ګواښ سره مخ کړي.
