کوټه (ویب نیوز): امریکا ویلي چې له ایران سره د هرمز تنګي شخړه د خبرو اترو او هوکړې له لارې حل کول غواړي. د امریکا د انرژۍ وزیر کرس رایټ ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ تل د ډیپلوماتیک حل ملاتړ کړی او د هر ډول هوکړې لپاره د ایران همکاري اړینه ده. هغه زیاته کړه، که ایران همکاري ونه کړي، بیا به هم امریکا د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ او د تېلو او ګازو بې خنډه لېږد یقیني کړي او د نړیوالو سمندري لارو د خوندي ساتلو لپاره به خپل اقدامات روان وساتي.
