مقامی ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

جمعيت علما اسلام کوټه: منفي پروپيګنډه د ولس پام له اصلي ستونزو نه شي اړولی

کوټه(ویب نیوز): د جمعيت علما اسلام (ف) د کوټې ضلعي مشرانو ويلي، منفي پروپيګنډه، بې بنسټه تورونه او ګمراه کوونکی بيان د ولس پام له اصلي ملي او ولسي ستونزو نه شي اړولی. د ګوند مشرانو وويل، د مولانا فضل الرحمن دريځ د ولس د هيلو استازيتوب کوي او پر هغه بايد د منفي تبليغاتو پر ځای سنجيده بحث وشي. هغوی زياته کړه، که څوک د مولانا فضل الرحمن له دريځ سره اختلاف لري، نو بايد خپل نظر په دليل وړاندې کړي. د جے يو آی مشرانو ټينګار وکړ چې ګوند به د ولسي حقونو، د اساسي قانون د برلاسۍ او ملي ګټو د خونديتوب لپاره خپله سياسي مبارزه روانه ساتي او منفي پروپيګنډه به د ولس باور اغېزمن نه کړي.