دالبندين (ویب نیوز): د دالبندين ـ تفتان پر لويه لار د ډهاډر په سيمه کې نامعلومو وسلهوالو د اېکسائز محکمې پر لنډمهالې چيک پوسټ بريد کړی او د محکمې درې اهلکار يې له دوو سرکاري موټرو او دولتي وسلو سره يو ځای تښتولي دي. د پوليسو په وينا، اهلکار د معمول دندې ترسره کولې چې بريد پرې وشو. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د تښتول شويو اهلکارو د موندلو او بريدګرو د نيولو لپاره يې د لټون عمليات پيل کړي دي. د پېښې په اړه نورې پلټنې هم روانې دي.
