چمن(ویب نیوز): د اېف سي بلوچستان عمومي قوماندان مېجر جنرال عاطف مجتبی د بريګيډير شکېل احمد په ملتیا په چمن کې د چمن، توبه اڅکزي او شاوخوا سيمو له قومي او قبایلي مشرانو سره مهمه غونډه وکړه، چې پکې د پاک ـ افغان پولې پر تګ راتګ، د مسافرو، ناروغانو، لغړي ټولنې، سوداګرۍ او نورو ولسي ستونزو په اړه تفصيلي خبرې وشوې. قبایلي مشرانو د سرحدي سيمو د خلکو ټولنيزې، اقتصادي او کورنۍ ستونزې وړاندې کړې او د تګ راتګ د اسانتيا، د ښځو، ماشومانو، سپين ږيرو او بېړنيو ناروغانو لپاره د ځانګړو سهولتونو او د لغړي پکېج د اغېزمن پلي کېدو غوښتنه يې وکړه. مېجر جنرال عاطف مجتبی ډاډ ورکړ چې د چمن، توبه اڅکزي او نورو سرحدي سيمو خلکو ته به د زياتو اسانتياوو برابرولو لپاره اړين ګامونه پورته شي او له اړوندو ادارو سره به مشورې دوام ولري. په همدې سفر کې نوموړي د ګورنمنټ ګرلز ډګري کالج چمن د نوي عصري آی ټي سنټر پرانيسته هم وکړه، چې موخه يې زدهکوونکو نجونو ته د کمپيوټر او ډيجيټل مهارتونو برابرول دي.
