کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان فوډ اتھارټۍ او کچلاک پولیسو په ګډو عملیاتو کې ۳۰۰ کیلوګرامه خرابه او د روغتیا لپاره زیانمنه د چرګ غوښه ونیوله او بازار ته یې د رسېدو مخه ونیوله. چارواکو وویل چې د پټو معلوماتو پر بنسټ د کچلاک بای پاس په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د تلاشي پر مهال بدبویه او خرابه غوښه ترلاسه او ضبط شوه، چې وروسته له منځه یووړل شوه. د پېښې له مسؤلو کسانو سره قانوني چلند پیل شوی دی. د بلوچستان فوډ اتھارټۍ په وینا، د خلکو د خوندي او معیاري خوړو د برابرولو لپاره د خرابو او مضره خوراکي توکو د لېږد او خرڅلاو پر ضد د زیرو ټالرنس تګلاره په کلکه عملي کېږي.
