تازه خبرونه ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان ميډيا فورم د ډيجيټل ميډيا پاليسۍ د لغوه کولو غوښتنه وکړه

کوټه(ویب نیوز): د چاپي، برېښنايي او ټولنيزو رسنيو د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو استازې ټولنې “بلوچستان ميډيا فورم” له صوبايي حکومت څخه غوښتنه کړې چې متنازعه ډيجيټل ميډيا پاليسي دې سمدستي لغوه کړي. فورم په خپله اعلاميه کې ويلي چې دغه پاليسي د سيمه‌ييزو ورځپاڼو، خبريالانو او د رسنيو له سلګونو کارکوونکو سره اقتصادي زيان رسوي او د ځايي ژورنالېزم د کمزوري کېدو لامل ګرځي. اعلاميه زياتوي چې د دې پاليسۍ له امله د ورځپاڼو له کارکوونکو، چاپخانو، خبريالانو او نورو اړوندو کسانو د بې‌روزګارۍ خطر زيات شوی دی. فورم دغه پاليسي د ولس او بلوچستان پر ضد پرېکړه بللې او له سياسي ګوندونو، سوداګرو، ټرانسپورټرانو، وکيلانو، مدني ټولنو، د بشري حقونو سازمانونو او عامو خلکو يې غوښتنه کړې چې د سيمه‌ييزو رسنيو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي. فورم له وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي څخه غوښتنه کړې چې د ډيجيټل ميډيا پاليسي لغوه او د رسنيو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.