کوټه(ویب نیوز): د جماعت اسلامي پاکستان مرستيال امير لياقت بلوچ او د جماعت اسلامي بلوچستان امير او د صوبايي اسمبلۍ غړي مولانا هدايت الرحمن بلوچ د بلوچستان له ګورنر شيخ جعفر خان مندوخېل سره په ګورنر هاوس کې وليدل. په دې کتنه کې د بلوچستان د امنيت، ولسي ستونزو، د بدامنۍ، ګډو ملي مسايلو او د هغوی د حل پر لارو چارو خبرې وشوې. دواړو خواوو د بلوچستان د مهمو ستونزو د حل لپاره په ملي کچه د يوې ټولشموله ملي غونډې (قومي کانفرنس) د جوړېدو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.
