مقامی ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

د راړه شم او اندرپور د کوه سليمان ډويژن سره يوځای کېدل تاريخي او ولسي پرېکړه وبلل شوه

کوټه: (ویب نیوز): د بزدار قومي اتحاد ځوانانو او د سيد قوم مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د بلوچستان د وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي هغه پرېکړه هرکلی کړی چې له مخې يې د راړه شم او اندرپور يونين کونسلونه د کوه سليمان ډويژن برخه ګرځول شوي دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې يادې سيمې له پخوا راهيسې د کوه سليمان د غرونو له سيمو سره تاريخي، جغرافيايي، قبایلي، کلتوري او اقتصادي تړاو لري او د سيمې د خلکو ژبه، دودونه، ټولنيزې اړيکې او سوداګريزې لارې هم د همدې حقيقت څرګندونه کوي. اعلاميه زياتوي چې د برتانوي دورې او ورپسې اداري دورو کې هم د دغو سيمو پېژندنه د کوه سليمان له سيمې سره تړلې وه، نو ځکه د بلې اداري برخې سره د دوی تړل د تاريخي او ولسي حقيقتونو خلاف کار دی. د اعلاميې له مخې، وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د دې پرېکړې له لارې وښوده چې حکومت په اداري چارو کې د سياسي مصلحت پر ځای د ولسي ګټو، تاريخي شاليد او ځمکنيو واقعيتونو درناوی کوي. اعلاميه کې له صوبايي حکومت څخه غوښتنه شوې چې د کوه سليمان ډويژن په ټولو وروسته پاتې سيمو کې د سړکونو، ښوونې، روغتيا، څښاک اوبو، کرنې او روزګار پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د دې پرېکړې ګټې نېغ په نېغه خلکو ته ورسېږي.