کوټه (ویب نیوز): د عوامي نېشنل ګوند مشرانو ویلي، چې پښتونخوا وطن دا مهال د امنیت، سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له سختو حالاتو سره مخ دی او د خلکو ژوند یې له ګڼو مشکلاتو سره مخ کړی دی. د مسلم باغ په غونډه کې د ضلع قلعه سیف الله د ضلعي عاملې شورا غونډې ته د ګوند صوبایي جنرل سېکرټري مابت کاکا، مرکزي سېکرټري ملک امان الله خان کاکړ او نورو مشرانو وویل، چې د زیارت پېښه یو ملي ناورین دی او د دې پېښې د ټولو حقایقو څرګندول او مسؤل کسان قانون ته سپارل د انصاف غوښتنه ده. هغوی وویل، عوامي نېشنل ګوند تل د اساسي قانون د واکمنۍ، ولسواکۍ، بشري حقونو، سولې او د پښتنو او بلوچو د مشروع حقونو لپاره مبارزه کړې ده. په غونډه کې د ګوند د تنظیمي جوړښت د لا پیاوړتیا، د ولسي اړیکو د پراخولو او د ګوند د پیغام د هر کور تر رسولو هوډ تازه شو او له ګوندي کارکوونکو وغوښتل شول چې په یووالي، نظم او د ولس خدمت په روحیه خپلې سیاسي دندې ترسره کړي.
