باباکوټ(ویب نیوز): د نصيراباد پوليسو د ايس ايس پي اسد ناصر په ځانګړو لارښوونو او د ايس ډي پي او حاجي امير جان مګسي تر څارنې لاندې د منجوشوري پوليس سټېشن په حدودو کې د استخباراتي عملياتو پر مهال يو شکمن کس نيولی او د هغه له ولکې يې درې کيلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي. پوليسو ويلي، نيول شوی کس عبدالـباقي نومېږي او پر ضد يې مقدمه ثبت شوې ده. چارواکو زياته کړې چې د منشياتو د کاروبار پر ضد به بېامتيازه عمليات دوام ولري.
