کوټه (ویب نیوز): د یمن د حوثیانو ډلې «انصارالله» د سعودي عرب پر ضد د سمندري محاصرې اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د صنعا نړیوال هوايي ډګر محاصره دوام ومومي، نو د سعودي حکومت پر ضد به خپلې پوځي حملې لا پسې زیاتې کړي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د انصارالله ویاند ویلي چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې یې د صنعا هوايي ډګر تړل د منلو وړ نه دي بللي او که دا وضعیت دوام وکړي، نو پوځي اقدامات به ترسره شي. د حوثیانو مشرتابه هم ویلي چې د یمن د بندرونو محاصره او پر صنعا هوايي ډګر بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
