کوټه(ویب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سېکرټر عبدالرحيم زيارتوال په مشرۍ د ګوند يوه پلاوي د زيارت، سنجاوي او لورالايي سفر وکړ، د زيارت د پوليسو د پېښې شهيدانو ته يې د دعا او فاتحې مراسم ترسره کړل او د هغوی له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه. پلاوي وويل، د کوټې د سکرو پهاټک پر احتجاج او پرلت کې د شهيدانو د کورنيو زغم، حوصله او سولهييزه مبارزه د ستاينې وړ ده او د هغوی قربانۍ به تل يادې ساتل کېږي. ګوند پر خلکو غږ وکړ چې د اتحاد، ورورولۍ او ملي يووالي له لارې د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره يو موټی شي او د اګست په مياشت کې د ولسي جرګې د بريا لپاره له اوسه تياری ونيسي.
