مقامی ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

مستونګ کې د تعليم محکمې پر کوسټر بس وسله وال بريد، څلور کسان ټپيان

مستونګ: د کوټه ـ (ویب نیوز): کراچۍ پر قومي لويه لار د مستونګ د خډکوچې په سيمه کې نامعلومو وسله والو د بلوچستان د تعليم محکمې پر يوې کوسټر بس ناتاره ډزې کړې، چې له امله يې څلور کسان سخت ټپيان شوي دي. د پوليسو په وينا، بس له کوېټې څخه پنجګور ته روان و چې د بريد ښکار شو. د پېښې له خبر سره سم پوليس او ليويز ځواکونه سيمې ته ورسېدل، ساحه يې کلابنده کړه او ټپيان يې سمدستي روغتون ته ولېږدول. چارواکو ويلي، د ټپيانو له ډلې د دوو کسانو روغتيايي حالت نازک و، چې د لومړنۍ درملنې وروسته د لا ښه علاج لپاره کوېټې ته انتقال شول. امنيتي ځواکونو په سيمه کې د لټون عمليات پيل کړي او د بريدګرو د نيولو لپاره پلټنې روانې دي.