کوټه(ویب نیوز): د نېشنل پارټۍ مرکزي مشر، پخواني سناتور او ليکوال مير طاهر بزنجو ويلي، د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) سياسي لومړيتوبونه د واک تر ترلاسه کولو وروسته بدل شوي او اوس د دوی لپاره اقتدار تر ټولو مهم شوی دی. نوموړي په خپل بيان کې وويل چې جمهوريت، د قانون واکمني، د اساسي قانون او پارلمان برلاسی، د جمهوريت ميثاق، اتلسم آئيني تعديل او د صوبو حقونه شاته پاتې شوي دي. هغه زياته کړه چې هېواد د دغو دواړو ګوندونو د سياسي ملاتړ له امله د سختې آمريت او فاشيزم پر لور روان دی. مير طاهر بزنجو وويل، هېواد ته سياسي ثبات، د اساسي قانون واکمني او جمهوري ارزښتونه اړين دي، څو ملي ستونزې په تلپاتې ډول هوارې شي.
