کوټه(ویب نیوز): د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې يوه ښځه وژل شوې او دوه نور کسان ټپيان شوي دي. د قلعه عبدالله د دلسوره کاريز په سيمه کې د ډزو له امله بي بي رحم ګل، د حاجي فضل مېرمن، پر ځای وژل شوې ده. نوموړې د درملنې لپاره د مېزۍ اډې ټراما سنټر ته ولېږدول شوه، خو ډاکټرانو يې د مړينې پخلی وکړ. له قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته مړی وارثانو ته وسپارل شو. بل لور ته د کوټې د سرياب روډ د ګاهي خان چوک په سيمه کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي او درملنه يې روانه ده. پوليسو د دواړو پېښو پلټنې پيل کړې او د ډزو د لاملونو، تورنو کسانو او نورو اړوندو اړخونو په اړه څېړنې روانې دي.
