خضدار(ویب نیوز): د خضدار د سونيجي کوشک په سيمه کې تېره شپه د اورلګېدنې له امله د مزدور بدل خان جاموټ دوکان په بشپړه توګه وسوځېد او ټول مالونه يې له منځه ولاړل. اغېزمن کس وايي، دغه دوکان يې په پورونو او سختو هڅو جوړ کړی و، خو په يوه شپه کې يې د کلونو زحمت له منځه ولاړ او د کورنۍ يوازينۍ د روزګار سرچينه يې ختمه شوه. نوموړي له حکومتي چارواکو، سياسي مشرانو، خيريه ادارو او شتمنو کسانو څخه غوښتنه کړې چې مالي مرسته ورسره وکړي، څو وکولای شي خپل کاروبار بېرته پيل او د خپلې کورنۍ سرپرستي وکړي.
