مقامی ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

کوهلو د ښاروالۍ د کارکوونکو غفلت به ونه زغمل شي، چيرمين علي شېر زرکون

کوهلو(ویب نیوز): د بلوچستان د کوهلو ولسوالۍ د ښاروالۍ نوي ټاکل شوي چيرمين اېډوکېټ علي شېر زرکون په مشرۍ د ښاروالۍ په دفتر کې د کارکوونکو مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې چيف افسر محب الله بلوچ هم ګډون درلود. په غونډه کې د ښاروالۍ د عمومي کړنو، د ښار د پاکوالي، د کارکوونکو د حاضرۍ او دندو د ترسره کولو په ګډون بېلابېل اداري امور وڅېړل شول. چيرمين علي شېر زرکون کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې دندې په امانتدارۍ، پابندۍ او مسؤليت سره ترسره کړي. هغه خبرداری ورکړ چې دندې ته نه حاضرېدل، غفلت او بې‌پروایي به هېڅکله ونه زغمل شي، او د سرغړونکو پر ضد به قانوني او اداري اقدام وشي، همدارنګه د غير حاضر کارکوونکو معاشونه به بېرته دولتي خزانې ته وسپارل شي. نوموړي وويل، د ښاريانو لپاره د غوره بلدياتي خدمتونو برابرول د ښاروالۍ لومړيتوب دی او ټول کارکوونکي بايد د ولسي خدمت په روحيه خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.