مقامی ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

کوټه کې د موټرسایکل سپرو په ډزو دوه کسان وژل شوي، يو لاروی ټپي شوی

کوټه(ویب نیوز): د کوټې د سرياب روډ د ګاهي خان چوک پل لاندې نامعلومو موټرسایکل سپرو پر ډزو دوه کسان وژلي او يو لاروی يې ټپي کړی دی. د پوليسو په وينا، وژل شوي کسان علي احمد او محمد عالم نومېدل. ټپي او مړي لومړی شيخ زايد روغتون ته او وروسته د قانوني چارو لپاره ټراما سنټر سول روغتون ته ولېږدول شول. د اړينو قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته مړي خپلو کورنيو ته وسپارل شول، ټپي تر درملنې لاندې دی او پوليسو د پېښې پلټنې پيل کړې دي.