مقامی ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

کوټه کې د وژنو په اتو قضيو کې مطلوب دوه خطرناک کسان ونيول شول

کوټه(ویب نیوز): د کوټې د جدي جرمونو د پلټنې ځانګړې ډلې د ايس ايس پي کپتان (ر) دوست محمد بګټي په لارښوونه د عملياتو پر مهال د وژنو په اتو قضيو کې مطلوب دوه نومول شوي کسان نيولي دي. پوليسو ويلي، نيول شوي کسان عبدالرازق او محمد اکرام نومېږي او د هغوی له ولکې څخه يوه .223 بور ټوپک، يو اېس اېم جي، درې ټي ټي تومانچې او د ۳۰ بور ۴۰ مرمۍ ترلاسه شوې دي. پوليسو زياته کړې چې د پلټنو پر مهال د تورنو کسانو په اشاره د قمبراني سړک پر يوه نيمه جوړ کور هم چاپه وهل شوې، چې هلته نورې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.