مقامی ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

ګورنر مندوخېل د پاکستان اقتصادي راتلونکی د بلوچستان له امن، ثبات او پرمختګ سره تړلی دی

کوټه(ویب نیوز): د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخېل ويلي، بلوچستان له داسې پېچلو ننګونو سره مخ دی چې د جدي او دوامدارو حللارو غوښتنه کوي. نوموړي د جماعت اسلامي د پاکستان له مرستيال امير لياقت بلوچ او د بلوچستان له امير مولانا هدايت الرحمن سره د کتنې پر مهال وويل، د پاکستان اقتصادي راتلونکی د بلوچستان له امن، ثبات او پرمختګ سره تړلی دی. هغه ټينګار وکړ چې د پاليسۍ او پرېکړو په بهير کې د ځوانانو ګډون ډېر مهم دی، ځکه د هېواد د نفوسو لویه برخه ځوانان دي او د هغوی وړتياوې د پرمختګ ستره پانګه ده. ګورنر زياته کړه چې سياسي مشران، ديني عالمان او د ټولنې مخور بايد د سياسي خبرو اترو، ټولنيز يووالي او ګډو ملي ګټو د پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي، څو يو سوله‌ييز، سوکاله او پرمختللی بلوچستان رامنځته شي.