تازه خبرونه ۲۱ جولائی ۲۰۲۶

ټرمپ د لبنان د ملاتړ او له حزب الله سره د احتمالي خبرو اشاره وکړه

کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د لبنان له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال وویل، امریکا غواړي له لبنان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او که د لبنان ولسمشر وغواړي، له حزب الله سره خبرو ته هم چمتو دی. ټرمپ وویل، لبنان له اوږدې مودې راهیسې له بې‌ثباتۍ سره مخ دی او امریکا غواړي له دغه هېواد سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ټینګې کړي. هغه دا هم وویل چې ایران د بیا خبرو او هوکړې غوښتونکی دی، خو امریکا به تر هغو مستقیمو خبرو ته زړه ښه نه کړي څو ایران د مانا لرونکو مذاکراتو لپاره چمتو نه شي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شي. د لبنان ولسمشر هم د سیمې د سولې او ثبات لپاره د امریکا هڅې وستایلې او د لبنان او اسرائیل ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.