مقامی ۲۱ جولائی ۲۰۲۶

په مستونګ کې پر هوټل ډزې، د اېل پي جي باؤزر چلوونکی ووژل شو، وسلوالو درې باؤزرونه وسوځول

کوټه (ویب نیوز) د مستونګ ولسوالۍ د دښت په سیمه کې نامعلومو وسلوالو پر یوه هوټل ډزې وکړې چې له امله یې د اېل پي جي باؤزر یو چلوونکی ووژل شو او دوه نور کسان ټپیان شول. د پولیسو په وینا، بریدګرو له ډزو وروسته د هوټل مخې ته ولاړ درې د اېل پي جي باؤزرونه هم اور ته واچول چې په بشپړه توګه وسوځېدل. د پېښې له خبر سره سم پولیس او ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې، مړی او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول او د بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې او لټونیز عملیات پیل کړي دي.