مقامی ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت د پېښې د شهيدانو قربانۍ د پښتون يووالي نښه ده، اصغر خان اڅکزی

زيارت/لورلايي (وېب نيوز): د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي ويلي، د زيارت خونړۍ پېښه د پښتنو په تاريخ کې له تر ټولو غمجنو پېښو څخه ده چې ګڼې کورنۍ يې د خپلو عزيزانو له نعمت څخه بې‌برخې کړې، خو د شهيدانو قربانيو د پښتون ولس ترمنځ د يووالي، ملي شعور او ګډې مبارزې احساس لا پياوړی کړی دی. نوموړي د ګوند د لوړپوړي پلاوي سره د احمدون، وام، چينه کواس، زيارت، سنجاوي، لورلايي، شبوزۍ او نورو سيمو د شهيدانو کورنيو سره د ليدنې، فاتحې او غمشريکۍ پر مهال وويل چې د شهيدانو وينې د ملي يووالي او حق غوښتنې نوې روحيه راژوندۍ کړې ده. هغه ټينګار وکړ چې عوامي نېشنل ګوند به د سولې، ولسي حقونو، ملي يووالي او پر طبيعي زېرمو د خلکو د حق لپاره خپله سياسي مبارزه په پوره عزم روانه ساتي. په دې موقع د ګوند ګڼ شمېر مرکزي او صوبايي مشران هم له پلاوي سره مل وو او د شهيدانو له کورنيو سره يې د بشپړې خواخوږۍ څرګندونه وکړه.