د پاکستان او امريکا اړيکې تل د متقابلو ګټو او ستراتيژيکو اړتياوو پر بنسټ ولاړې پاتې شوې دي. د سړې جګړې له دورې، د افغانستان د جهاد، د سپټمبر يوولسمې له پېښو وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړې، د امريکايي ځواکونو د افغانستان له وتلو او اوس د منځني ختيځ د کړکېچ تر پړاو پورې، پاکستان په هر حساس وخت کې د امريکا له پاليسيو سره پراخ سياسي، پوځي او لوژستيکي همکاري کړې ده. خو د دې همکارۍ تر شا پاکستان يوازې مالي لګښت نه، بلکې د زرګونو انسانانو وينې، د ترهګرۍ اوږدمهاله ناورين، اقتصادي کمزوري، د پانګونې کمښت او ټولنيز بېثباتي هم زغملې ده. که رښتيا هم پاکستان له امريکا څخه د لسو ميليارده ډالرو د پنځو کلونو مالي اسانتيا غوښتنه کړې وي، نو پوښتنه دا ده چې د دومره لويو قربانيو بدل بايد يوازې يو بېرته ورکول کېدونکی پور وي، او که اوس وخت راغلی چې د دواړو هېوادونو اړيکې د برابرۍ، درناوي او عادلانه مشارکت پر بنسټ له سره تنظيم شي؟
په نړيواله سياست کې اړيکې د احساساتو پر ځای د ملي ګټو له مخې پر مخ ځي، خو پياوړې ملګرتيا د باور او انصاف غوښتنه هم کوي. پاکستان د امريکا لپاره په بېلابېلو پړاوونو کې مهم رول ادا کړی، خو د پاکستان په نظر هر ځل چې هېواد له سختو اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخ شوی، امريکا يې د تمې مطابق ملاتړ نه دی کړی. د ختيځ پاکستان بېلتون، د افغانستان جګړې، د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه او سيمه ييز کړکېچونه د پاکستان پر اقتصاد او ټولنه ژور اغېز کړی دی. که امريکا په افغانستان او نورو جګړو کې سلګونه ميليارده ډالر لګولی شي، نو د پاکستان لپاره هم بايد يوازې د پورونو او لنډمهالو مالي اسانتياوو پر ځای د اقتصادي بيا رغونې، د پورونو د کمولو، پانګونې، سوداګريزو اسانتياوو او پرمختيايي پروژو يو پراخ او نه ستنېدونکی ملاتړ په پام کې ونيول شي. دا ډول ګامونه به د دواړو هېوادونو اړيکې له لنډمهالو مصلحتونو څخه دوامدارې او متوازنې همکارۍ ته ورسوي.
پاکستان ته هم پکار ده چې خپله بهرنۍ تګلاره يوازې د پورونو او مرستو تر غوښتنې محدوده نه کړي. حکومت بايد د تېرو څو لسيزو د جګړو، ترهګرۍ او سيمه ييزو کړکېچونو له امله هېواد ته اوښتي انساني، اقتصادي او ټولنيز زيانونه د نړيوالو معيارونو له مخې په مستندو شواهدو سره محاسبه کړي او بيا يې د امريکا او نړيوالې ټولنې مخې ته د يو ملي دعوې په توګه وړاندې کړي. که پاکستان د نړۍ د امن او سيمه ييز ثبات لپاره دومره سترې قربانۍ ورکړې دي، نو بايد د دغو قربانيو بدل د بېرته ورکولو وړ پورونو نه، بلکې د پورونو د معافۍ، اقتصادي بيا رغونې، ستراتيژيکې پانګونې او دوامدار پرمختيايي ملاتړ په بڼه وغوښتل شي. همدا به د پاکستان د ملي وقار، اقتصادي ثبات او متوازنو نړيوالو اړيکو لپاره تر ټولو اغېزمنه او د راتلونکي په ګټه لاره وي.
