تازه خبرونه ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

کھڈ کوچہ کې پر مسافر وړونکي کوچ د ترهګرو برید، ۴ مسافر شهیدان. د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۱۰ ترهګر ووژل شول۔ آئي ایس پي آر

کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د تفصیلاتو له مخې د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د خډ کوڅې په سیمه کې ناپېژانده وسله والو کسانو پر مسافر وړونکي کوچ ړندې ډزې وکړې.

د پولیسو سرچینو له مخې مسافر وړونکی کوچ د خډ کوڅې په شاوخوا سیمه کې په نښه شو، چې په پایله کې یې ۴ مسافر په ځای کې مړه شول او ګڼ شمیر ټپیان شول. ټپیان نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

بل لور ته د آئي ایس پي آر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په سوراب او مستونګ ولسوالیو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کلیئرنس او هدفمند عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ۱۰ ترهګر ووژل شول.

د آئي ایس پي آر په وینا د عملیاتو په جریان کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځایونه په مؤثره توګه په نښه کړل، د سوراب ولسوالۍ کې ۷ ترهګر ووژل شول، په داسې حال کې چې د مستونګ ولسوالۍ کې ۳ ترهګر ووژل شول او د کالعدم تنظیم فتنه الهند پورې تړلې ۲ ځانمرګي برید کوونکې میرمنې د یو سهولت کار سره یو ځای ونیول شوې.

د ترهګرو له قبضې څخه په زیاته اندازه وسلې، مهمات او په لاسي ډول جوړ شوي چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د سرچینو په وینا د مستونګ په سیمه کې لا هم د وسله والو کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته روانه ده او تر وروستي ترهګر له منځه وړلو پورې د عملیاتو د دوام هوډ څرګند شوی دی.

په ورته وخت کې د وروستیو پیښو په نظر کې نیولو سره د کوټې-کراچۍ ملي لویه لار په مختلفو ځایونو کې تړل شوې ده. سوداګرې ټولنې او بیلابیلو سیاسي ګوندونو پر لویو لارو د زیاتیدونکي ناامنۍ باندې سخته اندیښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې په بلوچستان کې دې لویې لارې خوندي کړل شي او مسافرو او ټرانسپورټرانو ته دې تحفظ ورکړل شي. دوی وویل چې هره ورځ پر عامو لویو لارو د چا ځان او مال خوندي نه دی، باوزر او نور موټر اور اچول کیږي او سوزول کیږي چې په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.