کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې د ده په اند چين او روس ايران ته وسلې نه ورکوي. نوموړي وويل، د چين ولسمشر شي جين پينګ ډاډ ورکړی چې چين به په هېڅ صورت ايران ته وسلې ورنه کړي او دا پرېکړه به پر چينايي شرکتونو هم عملي کېږي. ټرمپ زياته کړه چې د امريکا او چين د اړيکو په رڼا کې د شي جين پينګ پر خبرو باور لري. هغه دا هم وويل چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ورته ويلي چې مسکو به هم ايران ته وسلې ونه پلوري.
