کوټه (وېب نیوز)د یمن حوثي ډلې ادعا کړې چې د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض یې د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي. د دوی په وینا، مالي مرکز، هوايي ډګر، د آرامکو د تېلو زېرمې او د ابقیق ښار په نښه شوي دي. بل لور ته د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت په ریاض کې د آرامکو یوې ودانۍ ته د لږ زیان رسېدو پخلی کړی، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
