تازه خبرونه ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د بارانونو له امله ۸ کسان مړه، ۴۱ کورونو ته زیان اوښتی

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د راپور له مخې، د جون له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو، د اسماني برېښنا لوېدو او نورو پېښو له امله ۸ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي. د راپور له مخې، په کوهلو، خضدار او ژوب کې بېلابېلو پېښو مرګ ژوبله اړولې، او د بارانونو او سیلابي اوبو له امله په ټول بلوچستان کې ۴۱ کورونو ته زیان اوښتی، چې له ډلې یې په خضدار، ژوب، هرنایي او بارخان کې ۱۷ کورونه بشپړ ویجاړ او ۲۴ نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.