د بلوچستان سیاست یو ځل بیا داسې نازک پړاو ته رسېدلی چې د تېر وخت پرېکړو، اوسنیو حالاتو او راتلونکي لوري په اړه جدي غور او فکر ته اړتیا لري. د محمود خان اڅکزي دا خبره چې «ادارې یوازې د نوم لپاره پاتې دي» یوازې یو سیاسي شعار نه، بلکې د هغې بېباورۍ او اندېښنې څرګندونه ده چې نن د هېواد په بېلابېلو قشرونو کې احساسېږي. د اساسي قانون واکمني، د ولسواکو ادارو پیاوړتیا، د ولسي حقونو ساتنه او د سیاسي ستونزو د خبرو اترو له لارې حل، هغه اصول دي چې اختلاف پرې نه شي کېدای. خو هره سیاسي ډله او هر مشر باید دا هم وڅېړي چې ولس چې کوم باور ورباندې کړی و، ایا د هغه باور حق یې ادا کړی که نه؟
له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۸ پورې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په پښتني سیمو کې پیاوړی ولسي ملاتړ او تاریخي اکثریت درلود. دا یو تاریخي فرصت و چې له امله یې پښتنو هیله لرله، د دوی سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او اداري ستونزې به په بنسټیز ډول هوارې شي، د سرچینو عادلانه وېش به یقیني شي او په ایالت کې به د دوی اساسي او قانوني حیثیت نور هم پیاوړی شي. په همدې موده کې بلوچستان د ناامنۍ، ګډوډۍ او بېباورۍ له سختو حالاتو سره مخ و. په دغسې شرایطو کې محمود خان اڅکزي او د هغه ګوند د بلوچ ولس درد خپل درد وباله او د روغې جوړې، زغم او سیاسي همکارۍ تګلاره یې خپله کړه. دا د سیاسي بلوغ او د ښه ګاونډیتوب څرګندونه وه.
خو له هغې وروسته حالاتو په پښتنو کې دا احساس پیدا کړ چې د دغه جذبې ځواب هغسې ورنه کړل شو لکه څنګه چې تمه کېده. په بېلابېلو پړاوونو کې د پښتني سیمو د سرچینو، پرمختیايي پروژو، د کار او روزګار فرصتونو، اداري وېش، نویو ضلعو او ډویژنونو جوړولو، پر ملي لویو لارو د ناامنۍ زیاتېدو، د سوداګریزو فعالیتونو کمېدو او ځینو سیاسي چلندونو د محرومۍ احساس لا ژور کړ. ځینې داسې څرګندونې هم وشوې چې د پښتنو لپاره د خپګان سبب وګرځېدې، او په ځینو مواردو کې له ټاکل شویو پښتنو استازو سره شوی چلند هم د سیاسي زغم له غوښتنو سره برابر نه ښکارېده. دا ټولې چارې دا راپه ګوته کوي چې کله یوه ولسي ټولنه په دوامداره توګه دا احساس وکړي چې غږ یې کمزوری شوی، نو د باور فضا زیانمنېږي.
خو د انصاف غوښتنه دا هم ده چې پښتنه مشري باید خپلې ذمه وارۍ هم په بې پرې ډول وارزوي. د قومونو برخلیک یوازې په شکایتونو نه بدلېږي، بلکې په پیاوړې مشرۍ، روښانه تګلارې، سیاسي بصیرت او ګډو پرېکړو بدلېږي. که نن محمود خان اڅکزی رښتیا هم د نوي سیاسي سفر پیل غواړي، نو تر هر څه مخکې باید ټولې پښتنې سیاسي ډلې، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، پوهان او د ټولنې بېلابېل قشرونه پر یوه ګډ ملي اجنډا راټول کړي. د دې لپاره به شخصي اختلافونه، ګوندي سیالۍ او اناوې ښخول حتمي وي. هره جرګه هغه وخت اغېزمنه کېدای شي چې د یوې ډلې نه، بلکې د ټول پښتون ولس ګډ غږ وي.
همدارنګه پر بلوچ سیاسي مشرۍ هم دا اخلاقي او سیاسي مسؤلیت راځي چې پښتانه د برابر شریک په توګه ومني. تر هغه وخته چې له اوسني بلوچستان څخه پښتنې سیمې نه وي بېلې شوې، اوسنی بلوچستان د بلوچ، پښتون، هزاره، پنجابي، سندهي او نورو ټولو قومونو ګډ کور دی. په دې کور کې باید عزت، واک، سرچینې او د پرمختګ فرصتونه د ټولو لپاره یو شان وي. که هر قوم ته د محکومۍ، بېواکۍ او تبعیضي چلند احساس ورکړل شي، نو اغېزې به یې یوازې تر یوې سیمې محدودې نه وي، بلکې د ټول ایالت پر امن، ثبات او پرمختګ به منفي اغېز وکړي.
محمود خان اڅکزي د اګست میاشتې په وروستیو کې په کوټه او وروسته په پښتونخوا وطن کې د سترې جرګې اعلان کړی دی. که دا جرګې یوازې تر ویناوو، پرېکړه لیکونو او رسمي اعلانونو محدودې پاتې شي، نو کوم ستر بدلون به رامنځته نه کړي. خو که دا جرګې د پښتون ولس د یووالي، سیاسي همغږۍ، ګډې تګلارې او د اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د عملي مبارزې د پیل ټکی وګرځي، نو د نوي سیاسي باب بنسټ ایښودلی شي. د دې لپاره اړینه ده چې هر اختلاف د شخصي انا پر ځای د ملي ګټو پر تله و ارزول شي.
د وخت غوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې مېشت ټول قومونه د یو بل شتون، حقونه او عزت ومني. کرکه، وېش او بېباوري د هېچا په ګټه نه ده، په داسې حال کې چې انصاف، مساوات، د اساسي قانون واکمني او متقابل درناوی هغه بنسټونه دي چې پرې یو سولهییز او باثباته بلوچستان جوړېدای شي. که محمود خان اڅکزی دا فرصت له شخصي او ګوندي سیاست څخه لوړ وګڼي، ټول پښتون ولس سره متحد کړي او ټولې سیاسي ډلې یوې مېز ته راولي، نو دا به د هغه د سیاسي ژوند تر ټولو مهم رول ثابت شي. تاریخ شاهد دی چې قومونه یوازې په شعارونو نه، بلکې په یووالي، بصیرت، قربانۍ او پر وخت پرېکړو خپل حقونه ترلاسه کوي، او نن هم د پښتون ولس مخې ته همدا لاره پرته ده.
