کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان د خوراک وزیر نور محمد دمړ له خپلې وزارتۍ استعفا ورکړې ده. د سرچینو په وینا، نوموړی به نن په یوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا لاملونه او راتلونکی دریځ له رسنیو او ولس سره شریک کړي. تر اوسه د بلوچستان حکومت له لوري د دې استعفا په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور شوی.
