مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

د ترهګرۍ پر وړاندې به دولت یو انچ هم شاته نه شي: وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی ویلي، دولت به د ترهګرۍ پر وړاندې له خپلې تګلارې هېڅکله شاته نه شي او د امنیتي ځواکونو د سرتېرو قربانۍ به بې‌نتیجې نه پاتې کېږي. نوموړي د اې ټي اېف د شلم روزنیز کورس د فراغت مراسمو ته په وینا کې وویل، حکومت د بلوچستان پولیس، اې ټي اېف، سي ټي ډي او ځانګړو عملیاتو ځواکونه په عصري وسلو، تجهیزاتو او روزنې سمبالوي. هغه اعلان وکړ چې د اې ټي اېف، سي ټي ډي او ځانګړو عملیاتو د ځواکونو معاشونه او امتیازات به لوړ شي، د شهیدانو له کورنیو سره به لا زیاتې مرستې وشي او د اې ټي اېف د روزنیز مرکز د پرمختګ لپاره به ۱۵ کروړه روپۍ ځانګړې شي. وزیراعلیٰ همداراز وویل، هغه کسان چې وسله پرېږدي او ملي بهیر ته راستانه شي، د هغوی د بیا رغونې، زده‌کړو او روزګار لپاره به بشپړ ملاتړ موجود وي.