کوټه (وېب نیوز): پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سورینج د سپین کاریز د سکرو کان په غمیزه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د وژل شویو کانکیندونکو له کورنیو سره یې د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې ده. د ګوند د مرکزي سیکرټریټ په بیان کې ویل شوي چې حکومت د کانونو له مالکانو څخه د رایلټۍ په نوم میلیاردونه روپۍ ترلاسه کوي، خو د کانونو سیمې لا هم د پاکو اوبو، روغتیا، زدهکړو او ریسکیو اسانتیاوو څخه بېبرخې دي. په بیان کې غوښتنه شوې چې د پېښې بشپړه او شفافه پلټنه وشي، د غفلت مسؤل کسان دې قانون ته وسپارل شي او د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره دې د کانونو د خوندیتوب اغېزمن اقدامات عملي شي. ګوند همدارنګه د اغېزمنو کورنیو لپاره د بېړنیو مالي مرستو غوښتنه هم کړې ده.
