مقامی ۳۱ جولائی ۲۰۲۶

په هنہ اوړک کې د وسله والو بریدونه د غندنې وړ دي، د ولس امنیت دې یقیني شي: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (وېب نیوز): پښتونخوا ملي عوامي ګوند د هنہ اوړک ولسوالۍ په شاه نور کچھ، کلی ملک شیر او کلی راغه سیمو کې د وسله والو ډلو او ترهګرو عناصرو له خوا د هاوان مرمیو د ویشتلو، د ولسي سیمو د هدف ګرځولو او کورونو ته د زیان رسېدو پېښې په سختو ټکو غندلې دي. د ګوند د صوبايي سیکرټریټ په بیان کې ویل شوي چې پر بې وسه ولس، ښځو، ماشومانو او مشرانو ویره اچول او د استوګنې پر سیمو بریدونه هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. بیان کې ویل شوي چې دا ډول کړنې په سیمه کې ویره، بې باوري او ناامني زیاتوي، او اړوند ادارې د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلي دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند له وفاقي او صوبايي حکومت، ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې د دغو پېښو بې پرې او شفافه پلټنه وکړي، ککړ کسان او د هغوی مرستندویان قانون ته وسپاري او په اغېزمنو سیمو کې د دایمي امنیتي تدابیرو یقیني کړي.