اداریه ۲ اگست ۲۰۲۶

د پاکستان راتلونکی: د زور سیاست که د ولسواکۍ نوې لار؟

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستۍ څرګندونې، چې پکې یې ویلي: “که سیاستوال د هېواد نظام سم نه کړي، نو نورې ټولې هڅې به بې ګټې وي”، په پاکستان کې یې یوه نوې سیاسي او اساسي بحث ته لاره هواره کړې ده. د هېواد د لویو سیاسي ګوندونو مشرانو د دې څرګندونو په اړه بېلابېل غبرګونونه وښودل، خو د پام وړ خبره دا ده چې د حکومت له لوري یې کوم روښانه او پرېکنده وضاحت وړاندې نه شو. تر دې هم مهمه دا ده چې د یوه فدرالي وزیر له خولې د داسې حساسې موضوع راپورته کېدل، په داسې حال کې چې نوموړی د لومړي وزیر تر واک لاندې دنده ترسره کوي، دا پوښتنه راولاړوي چې ایا دا یوازې د یوه وزیر شخصي نظر دی، که د کوم ځواکمن سیاسي او دولتي فکر انعکاس؟ د روانو حالاتو په رڼا کې دا سخته ده چې دا خبره یوازې له یوې شخصیت سره وتړل شي؛ بلکې داسې ښکاري چې د هېواد د سیاسي راتلونکي په اړه د یوه اغېزناک حلقې د فکر څرګندونه وي.

خو که رښتیا هم د نظام د بدلون یا اصلاح کومه طرحه تر غور لاندې وي، نو باید دا هېر نه شي چې پاکستان مخکې هم د نظام د اصلاح، ملي ګټو او ثبات په نوم ګڼ شمېر سیاسي تجربې کړې دي. له اساسي قانون څخه انحراف، په ولسي اراده کې لاسوهنه، سیاسي انجینري او د مصنوعي مشرانو رامنځته کول هغه لارې وې چې نه یې ولسواکۍ ته ګټه ورسوله او نه یې فدراسیون پیاوړی کړ. برعکس، دغو تجربو د هېواد تر ټولو ستر ملي زیان ته لاره هواره کړه او په پایله کې پاکستان په ۱۹۷۱ کال کې په دوو برخو ووېشل شو. تاریخ په زغرده دا پیغام ورکوي چې کومې نسخې چې یو ځل ناکامې شوې وي، بیا یې تکرار د ستونزو حل نه، بلکې د نوو بحرانونو زېږنده وي.

که نن رښتیا هم د هېواد د ژغورلو او د سیاسي بې‌ثباتۍ د پای ته رسولو اراده موجوده وي، نو باید پرېکړې د ولس د ارادې پر بنسټ وشي، نه د زور او نفوذ پر بنسټ. د پاکستان د فدرالي جوړښت، قومي تنوع او سیاسي واقعیتونو په پام کې نیولو سره د *متناسب استازیتوب انتخاباتي نظام جدي بحث ته اړتیا لري. که دغه نظام د پاکستان له شرایطو سره سم عیار شي، د ملي او صوبایي اسمبليو ترڅنګ د سنا ټاکنې هم د همدې اصل له مخې، په بشپړه توګه له هر ډول مداخلې پرته ترسره شي، نو امکان شته چې هېواد د اعتماد، سیاسي ثبات او ملي یووالي پر لور نوی سفر پیل کړي. خو که یو ځل بیا د فدراسیون د واحدونو د حقیقي سیاسي مشرانو له مشورې پرته د تړلو دروازو تر شا پرېکړې وشي او د ماضي ناکامې نسخې بیا عملي شي، نو دا به نه یوازې سیاسي بې‌باوري نوره هم ژوره کړي، بلکې د فدراسیون د راتلونکي لپاره به جدي ګواښ هم وي. پاکستان نن د نوې سیاسي شعور، عادلانه ولسواکۍ او د ټولو فدرالي واحدونو د مساوي مشارکت غوښتنه کوي؛ ځکه د هېواد بقا د زور په توازن کې نه، بلکې د ولس په اعتماد، د اساسي قانون په واکمنۍ او د ټولو قومونو په ګډ تصمیم کې نغښتې ده.