کوټه (وېب نيوز) د موسیخېل د آل پارټیز استازو پلاوي د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند له مشرانو سره په لیدنه کې د راړاشم او اندرپوړ سیمو د بارخان ولسوالۍ سره د یوځای کولو پرېکړه رد کړه. پلاوي وویل، یادې سیمې د تاریخي، جغرافیایي او اداري پلوه د موسیخېل نه بېلېدونکې برخه دي او د خلکو له سلا پرته د اداري پولو بدلون د اساسي او ولسي حقونو خلاف اقدام دی. د ګوند مشرانو د موسیخېل د خلکو د دریځ ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې دا موضوع به په ټولو قانوني او سیاسي فورمونو کې تعقیبوي.
