مقامی ۵ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان اسمبلۍ کې د کشمیر د استحصال ورځې قرارداد او سیف سټیز اتھارټي بل ۲۰۲۶ په اتفاق منظور، د خضدار پېښې پر سر سخت احتجاج

کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د کشمیر د استحصال ورځې په مناسبت د مقبوضه جمو او کشمیر د ځانګړي آئیني حیثیت د ختمولو پر ضد ګډ مذمتي قرارداد او د بلوچستان سیف سټیز اتھارټي بل ۲۰۲۶ په اتفاق سره منظور شول، خو د خضدار د عاصمه جتک د کورنۍ اړوند پېښې پر سر په ایوان کې سخت احتجاج وشو او اپوزیشن او ځینو صوبایي وزیرانو احتجاجاً واک آوټ وکړ. د سپیکر عبدالخالق اچکزي په مشرۍ غونډه کې د بلوچستان د امن و امان وضعیت، ترهګریزې پېښې او د زیارت، هنه اوړک او سورنج شهیدانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې شوې. د وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي له خوا وړاندې شوی قرارداد کې د هند له خوا د ۳۷۰ او ۳۵ اې مادو د ختمولو غندنه وشوه او له کشمیري ولس سره د سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ ژمنه تازه شوه. د کورنیو چارو صوبایي وزیر میر ضیاالله لانګو د بلوچستان سیف سټیز اتھارټي بل ۲۰۲۶ وړاندې کړ چې اسمبلۍ په اتفاق منظور کړ. په غونډه کې د خضدار د عاصمه جتک د کورنۍ مسئله په سختۍ سره راپورته شوه او غړو له حکومت وغوښتل چې کورنۍ ته دې تحفظ ورکړل شي او تورن کسان دې ژر تر ژره ونیول شي. د اسمبلۍ غړي میر زابد علي رېکي او صوبایي وزیر علي مدد جتک د انصاف غوښتنه وکړه. سپیکر عبدالخالق اچکزي د پېښې نوټس واخیست او د بلوچستان آی جي پولیس، د خضدار ډي آی جي او ایس پي ته یې د حاضرېدو لارښوونه وکړه. د اپوزیشن مشر میر یونس عزیز زهري او مولانا هدایت الرحمن بلوچ پر حکومت سختې نیوکې وکړې او د مسؤلینو پر ضد یې د سخت اقدام غوښتنه وکړه، وروسته یې احتجاجاً له ایوانه واک آوټ وکړ. د بلوچستان اسمبلۍ غونډه تر ۲۸ اګست پورې وځنډول شوه.