د کشمیري ولس د سیاسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ د دوام ژمنه
کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علماء اسلام د کوټې ضلع مشر مولانا عبدالرحمن رفیق او عمومي منشي حاجي عین الله شمس ویلي چې د امریکا په اشاره د کشمیر هېڅ ډول سودا د منلو وړ نه ده، کشمیري ولس اوس هم له ظلم، جبر او وینې تویېدنې سره مخ دی او د امت مسلمه مسؤلیت دی چې د هغوی اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ ته دوام ورکړي. دوی دا څرګندونې د جے یو آی کوټې ضلعې د تنظیمي غونډو پر مهال وکړې. د غونډو په لړ کې د میاں غنډۍ سیدنا بلال یونټ، کلی نورالدین میاں غنډۍ خالد بن ولید یونټ، کشمیر آباد کلی احمد خانزۍ فاروقي یونټ، کلی بنګلزۍ ابوبکر صدیق یونټ، زرغون او زرغون ښار اړوندو یونټونو په ګډون بېلابېلې تنظیمي ناستې ترسره شوې. ویناوالو د تنظیم د پیاوړتیا، د کارکوونکو د فعالولو، د غړیتوب پراخولو، له ولس سره د اړیکو زیاتولو او د جماعت پیغام تر کورونو رسولو باندې ټینګار وکړ. مشرانو وویل چې جمعیت علماء اسلام به په هېواد کې د آئین د بالادستۍ، د جمهوریت د پیاوړتیا، د خلکو د حقونو د ساتنې او د کشمیر مسئلې په اړه د روښانه ملي دریځ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. په غونډو کې د یونټونو د کارکردګۍ جاج واخیستل شو او د راتلونکو چارو په اړه مهمې پرېکړې وشوې.
