محمد طاهر د شهیدانو یادګار ته حاضري ورکړه، ګلان یې کېښودل او د امن لپاره یې دعا وکړه
کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان پولیس مشر محمد طاهر د شهیدانو یادګار ته حاضري ورکړه، ګلان یې پرې کېښودل او د شهیدانو د لوړو درجو، د هېواد او ولس د سلامتیا او په بلوچستان کې د تلپاتې امن لپاره یې دعا وکړه. په دې موقع د خبرو پر مهال د بلوچستان پولیس مشر وویل چې نن موږ ټولو هغو شهیدانو ته د عقیدت درناوی وړاندې کوو چې د بلوچستان د امن او امان د ټینګښت لپاره یې خپل ژوندونه قربان کړي دي. هغه وویل چې موږ پر خپلو شهیدانو ویاړو، ځکه د هغوی د نه هېرېدونکو قربانیو له امله نن ولس د امن او سکون ژوند تېروي. محمد طاهر وویل چې شهادت یو ستر مقام دی او د شهیدانو کورنۍ د پولیس ځواک لپاره ډېرې درنې او د احترام وړ دي، چې قربانۍ یې هېڅکله نه شي هېرېدای. نوموړي وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه یوازې د امنیتي ادارو مسؤلیت نه دی، بلکې د ټول ملت ګډه ذمه واري ده او د یووالي، اتفاق او ګډې همکارۍ له لارې به له ټولو ننګونو سره مقابله وشي. د بلوچستان پولیس مشر ټینګار وکړ چې پولیس ځواک به د خپلو شهیدانو قربانۍ د لارې مشعل ګڼي او د ولس د سر او مال د ساتنې او په صوبه کې د امن د ټینګښت لپاره به خپلې دندې په بشپړ اخلاص ترسره کوي.
