تازه خبرونه ۶ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان د حکومت او سوداګرو ترمنځ مذاکرات بریالي، د اګست د ۷ او ۸ شټر ډاون او ویل جام هړتال لغوه شو

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء اللہ لانګو او د انجمن تاجران صدر سید عبدالرحیم اغا ترمنځ د سوداګرو او حکومتي مذاکراتي ټیم خبرې بریالۍ شوې۔ د اګست په ۷ او ۸مه اعلان شوی شټر ډاون او ویل جام هړتال لغوه کړل شو۔
له دې وړاندې د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ د ټرانسپورټ محکمې یوه مهمه غونډه وشوه، چې پکې د ټرانسپورټ سکرټري اعلی وزیر ته محکمه ییز بریفینګ ورکړ۔
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي وویل چې په بلوچستان کې به د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د ستونزو د حل لپاره ټولې سرچینې په کار واچول شي او د لارو د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کیږي۔
د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء اللہ لانګو وویل چې په بلوچستان کې د تګ راتګ لارو او ملي لویو لارو د خوندي کولو لپاره بېلابېل عملیات روان دي او تر وروستي ترهګر له منځه وړلو پورې به عملیات دوام ولري۔ هغه د کرفیو او تھریټ الرټ د جاری کیدو خبرونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل چې داسې هیڅ خبره نشته، البته مسافرو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته تحفظ ورکول د حکومت لومړنۍ ذمه واري ده۔
په دې موقع سید عبدالرحیم اغا او ورسره نورو مشرانو له حکومت سره بریالي مذاکرات د سوداګرو د اتحاد پایله وبلله او اعلان یې وکړ چې د اګست په ۷ او ۸مه به هیڅ هړتال نه کیږي۔