مقامی ۶ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د حکومت واک کمزوری شوی، لویې لارې ناامنه دي، جمعیت علماء اسلام نظریاتي

کوټه (ویب نیوز): د جمعیت علماء اسلام نظریاتي پاکستان مشرانو ویلي چې په بلوچستان کې د امن او امان وضعیت ډېر خراب شوی او حکومت د خلکو د سر او مال په ساتنه کې په بشپړه توګه ناکامه ښکاري. د ګوند قائم مقام مرکزي امیر مولانا عبدالقادر لوني، مرکزي جنرل سیکرټري مفتي شفیع الدین، مرکزي مرستیال امیر مولانا عبدالروف، سرپرست اعلیٰ مولانا ډاکټر شمس الهدیٰ، نجیم خان ایډووکېټ، مولانا محمودالحسن قاسمي، سید حاجي عبدالستار شاه چشتي، حاجي حیات الله کاکړ او نورو مشرانو په خپل بیان کې ویلي چې پر لویو لارو وژنې، بدامني، د بار وړونکو موټرو او تېلو ټانکرونو سوځول عادي ګرځېدلي دي او سوداګر، ټرانسپورټران او مسافر د ترهګرو او جرمي عناصرو رحم ته پرېښودل شوي دي. مشرانو وویل چې په صوبه کې د حکومت واکمني نه ښکاري او خلک ځانونه ناامنه احساسوي. دوی زیاته کړه چې د بدامنۍ ترڅنګ ګراني او د پټرولیم توکو د بیو لوړوالي د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې د لویو لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو کمښت رامنځته کېږي، سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته میلیاردونه روپۍ زیان او له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري هم اغېزمنه شوې ده. د جمعیت علماء اسلام نظریاتي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د امن د ټینګښت، د لویو لارو د خوندیتوب او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.