تازه خبرونه ۶ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ظلم او جبر انتها، ملي لويې لارې ناامنه او د صوبې مسئله سياسي ده۔ آل پارټيز

کوټه (سيد سردار محمد خوندئی)
په بلوچستان کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو د مشرانو د يوې مهمې او اوږدې آل پارټيز مشاورتي غونډې وروسته ګډه خبري غونډه ترسره شوه۔
خبري غونډې ته په وينا کې سياسي مشرانو څرګنده کړه چې د بلوچستان مسئله خالصتاً سياسي ده او بايد په سياسي لارو چارو حل شي۔ که د بلوچستان د فتح کولو لپاره يو لاکھ قوانين هم جوړ شي، بيا به هم فتح نه شي۔
هغوی وويل چې بلوچستان د حکومت له لاسه وتلی دی او حکومت يوازې د زرغون روډ په ساتنه بوخت دی۔ په صوبه کې د ظلم او جبر انتها شوې ده۔ که اسماء جتک سبا په کومه وسله واله ډله کې شامله شي نو مسؤل به يې څوک وي؟
مشرانو وويل چې په بلوچستان کې ملي لويې لارې ناامنه شوې دي او ځوانان له اوسني سسټم څخه بېزاره دي، چې دا د صوبې لپاره ډېره خطرناکه صورتحال دی۔
د مشرانو وينا وه چې موږ سياسي خلک يو او د “فارم 47” له لارې جوړ شوي حکومت پر ضد به خپله مبارزه په سياسي او آئيني توګه جاري ساتو۔
محمود خان اڅکزي ته په مشوره ورکولو کې هغوی وويل چې د پښتون قامي جرګې پر ځای دې آل پارټيز کانفرنس راوبلل شي، ځکه دلته مېشت ټول قومونه له يوې ستونزې سره مخ دي، يوازې شکلونه يې بېل دي۔
هغوی زياته کړه چې د بلوچستان د مسائلو په اړه به د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې يو آل پارټيز کانفرنس جوړېږي، په داسې حال کې چې د سپتمبر پر 5مه به د ډاکټر عبدالمالک بلوچ په مشرۍ کې درېيم آل پارټيز اجلاس ترسره کېږي چې په کې به مهمې پرېکړې وشي۔
په خبري غونډه کې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اصغر خان اڅکزی، مولانا عبدالواسع، ډاکټر عبدالمالک بلوچ، د اې اېن پي مرکزي سينئر نائب صدر داؤد خان اڅکزی، صوبايي پارلماني ليډر انجينئر زمرک خان اڅکزی، صوبايي جنرل سيکرټري محبت کاکا، عبيدالله عابد، جاويد خان کاکړ، صوبايي نائب صدر جمال الدين ريشتيا، ثناء الله کاکړ، د نېشنل پارټۍ کبير محمد شهي، اسلم بلوچ، د جمعيت علماء اسلام آغا محمد شاه، د اپوزيشن مشر مير يونس عزيز زهري، د بلوچستان نېشنل پارټۍ اختر حسين لانګو، واحد بلوچ، د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ سيد قادر آغا، فقير خوشحال کاسي، عيسی روښان، د نېشنل ډيموکريټک موومينټ احمد جان خان، ايمل خان ناصر، عنايت شاه، د هزاره ډيموکريټک پارټۍ قادر نائل، داؤد جان او د جماعت اسلامي زاهد اختر جميل مشواڼي په ګډون نورو مشرانو ګډون کړی وو۔