کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشرانو ویلي چې پښتون افغان ملت له سختو حالاتو او کړاوونو سره مخ دی، خو دا حالت د ولس برخلیک نه دی، بلکې د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او قومي محرومیتونو، د قومي واک او اختیار د نه شتون، د پښتونخوا وطن غیر طبیعي اداري وېش، د طبیعي زیرمو استعماري قبضې او لوټمارۍ او په هره برخه کې د سخت استحصال پایله ده چې د پښتنو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. دا څرګندونې د ګوند مرکزي سیکرټري اطلاعات او خپرونو محمد عیسیٰ روشن او صوبايي مرستیال سیکرټري او د پښین ضلعي سیکرټري محمود ریاض د پښین ضلعي کمېټې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. په غونډه کې د ضلعي اجرائیوي، مرکزي کمېټې غړو، سیمه ییزو سیکرټرانو او نورو مشرانو ګډون وکړ، د تېرې مودې راپورونه وڅېړل شول او د راتلونکې تګلارې په اړه پرېکړې وشوې. مشرانو وویل چې د ګوند د پرېکړو پر وخت عملي کول، د تنظیمي ادارو منظمې غونډې او له ولس سره نږدې اړیکې ساتل ډېر مهم دي او باید د خلکو د تنظیم او د ګوند په لیکو کې د هغوی د شاملولو هڅې ګړندۍ شي. دوی وویل چې له سوات څخه تر کوټې او سبۍ پورې په پښتونخوا او بلوچ سیمو کې روانه ناامني او بې قانوني د دې لپاره ده چې د محکومو قومونو محرومیتونه دوام ومومي او د هغوی پر طبیعي زیرمو، زرخیزو ځمکو، غرونو، درو او ځنګلونو قبضه او استحصال روان وساتل شي. مشرانو زیاته کړه چې پښتون افغان ملت په تاریخ کې له ورته سختو حالاتو سره څو ځله مخ شوی، خو د ملي یووالي او اتفاق له لارې یې تل د ستونزو مقابله کړې ده، او اوس هم باید د ملي ګټو او قومي نجات لپاره ګډه سیاسي او جمهوري مبارزه پیاوړې کړي.
