اداریه ۱۲ اگست ۲۰۲۶

د بابړې شهیدان دې ملي شهیدان ومنل شي

۹۴۸ کال د اګست ۱۲مه یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې د دولت او ولس ترمنځ د اړیکو یو مهم امتحان دی. اوس وخت رارسېدلی چې د پاکستان حکومت دې تاریخي درد ته د سیاسي اختلاف پر ځای د ملي پخلاینې له نظره وګوري.د پاکستان په تاریخ کې ځینې داسې پېښې شته چې د وخت په تېرېدو سره یې اهمیت نه کمېږي، بلکې هر نوي نسل ته دا پوښتنه وړاندې کوي چې دولت له خپل تېر تاریخ سره د انصاف چلند څنګه کوي. د ۱۹۴۸ کال د اګست ۱۲مې د بابړې پېښه هم له همدې تاریخي پېښو څخه ده. د چارسدې په بابړه سیمه کې د خدایي خدمتګار تحریک له غیرمسلحو کسانو څخه د جوړې شوې غونډې پر ګډونوالو ډزې وشوې، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر کسان ووژل شول او ټپیان شول. په دې پېښه کې د شهیدانو د شمېر په اړه رسمي او غیررسمي ریکارډونه له یو بل سره څرګند توپیر لري؛ رسمي شمېرې نسبتاً کمې دي، خو د خدایي خدمتګار تحریک او ځینو تاریخي سرچینو له مخې د شهیدانو شمېر په سلګونو کې ښودل شوی دی. همدا اختلاف دا اړتیا رامنځته کوي چې دولت دې د دې پېښې په اړه بې پرې، مستنده او هر اړخیزه تاریخي څېړنه ترسره کړي، ټول موجود دولتي اسناد، د هغه وخت د مطبوعاتو راپورونه، د عیني شاهدانو څرګندونې او تاریخي اسناد دې راټول کړي او د خلکو مخې ته دې کره حقیقت وړاندې کړي. د بابړې د پېښې ستره غمیزه یوازې د انساني ژوندونو له لاسه ورکول نه وو، بلکې دا هم وه چې د یوه نوي جوړ شوي هېواد له رامنځته کېدو لږه موده وروسته د ولس سیاسي اختلاف، احتجاج او اساسي حقونه د زور له لارې د ځپلو په توګه تعبیر شول. دې پېښې په پښتني ټولنه کې د دولت د چلند په اړه ژورې پوښتنې پیدا کړې او د راتلونکو نسلونو پر سیاسي شعور یې تلپاتې اغېز وکړ.د بابړې د پېښې د درک لپاره د هغې تاریخي او سیاسي شالید له پامه نه شي غورځول کېدای. د پاکستان له جوړېدو وروسته په صوبه سرحد کې سیاسي اختلافات، د حکومت بدلون، د خدایي خدمتګار تحریک پر وړاندې اقدامات، د سیاسي مشرانو نیول او پر سیاسي فعالیتونو محدودیتونو حالات کړکېچن کړي وو. په داسې ماحول کې پر احتجاج کوونکو کسانو ډزې د ستونزې د هواري پر ځای د لا پراخېدو سبب شوې. کله چې د دولت ځواک د خپلو وګړو پر وړاندې وکارول شي او په پایله کې یې ګڼ شمېر انساني ژوندونه له منځه ولاړ شي، نو زیان یې یوازې د قربانیانو تر کورنیو محدود نه پاتې کېږي؛ بلکې د دولت او ولس ترمنځ باور، سیاسي ګډون، دموکراتیک ارزښتونه او ملي یووالی هم اغېزمنوي. د بابړې د قربانیانو د کورنیو او د پښتني ټولنې د یوې لویې برخې لپاره دا پېښه تر نن ورځې یوه ژوندۍ تاریخي خاطره ده. له همدې امله د دې پېښې هېرول د ستونزې حل نه دی. تاریخ باید پټ نه شي، بلکې د تاریخ منل د ملي یووالي بنسټ جوړولای شي. هغه ملتونه چې د خپل تریخ تېر تاریخ د مخامخ کېدو جرئت لري، هماغوی د راتلونکي لپاره داسې قوي بنسټونه جوړولای شي چې د ورته پېښو د بیا تکرار مخه ونیسي.

اوس د پاکستان حکومت پر وړاندې یو تاریخي فرصت موجود دی. لکه څنګه چې دولت د *ذوالفقار علي بهټو د قضیې او اعدام په اړه د سترې محکمې نظر ته اهمیت ورکړ او دا یې د عدالتي قتل په توګه د پېژندلو پر لور تاریخي پرمختګ وباله، همدارنګه د بابړې د پېښې په اړه هم باید د دولت چوپتیا پای ته ورسېږي. البته د بابړې په قضیه کې باید د احساساتي یا سیاسي پرېکړې پر ځای یو *ملي تاریخي کمېسیون جوړ شي چې د ټولو موجودو اسنادو پر بنسټ حقیقتونه وڅېړي. که څېړنې دا حقیقت ثابت کړي چې په بابړه کې غیرمسلح ولسي وګړي د دولتي ډزو ښکار شوي او خپل ژوندونه یې له لاسه ورکړي، نو د پاکستان حکومت باید هغوی په رسمي توګه ملي شهیدان ومني. د اګست ۱۲مه دې د بابړې د شهیدانو د ملي یاد ورځې په توګه وټاکل شي او په ټول هېواد کې دې په رسمي توګه غونډې، سیمینارونه او علمي پروګرامونه ترسره شي. د قربانیانو کورنۍ دې په رسمي توګه وپېژندل شي او په بابړه کې دې د شهیدانو لپاره ملي یادګار جوړ شي. دا اقدام باید د کوم سیاسي ګوند، ډلې یا صوبې بریا ونه ګڼل شي، بلکې له خپلو وګړو سره د دولت د تاریخي انصاف او ملي پخلاینې په توګه وکتل شي. که د پاکستان حکومت دا تاریخي ګام پورته کړي، نو دا به یوازې د بابړې شهیدانو ته درناوی نه وي، بلکې د دولت په تاریخي چلند کې به د یوه نوي پړاو پیل هم وي؛ داسې پړاو چې پکې تېرې تېروتنې پټې نه شي، بلکې ومنل شي، اختلاف د دښمنۍ په سترګه ونه کتل شي، د ولسي وګړو ژوند د سیاسي تړاو له مخې ونه سنجول شي او هر پاکستانی دې باور ته ورسېږي چې دولت د خپلو وګړو درد او قرباني نه هېروي. **بابړه هېرول د تاریخ ښخول دي، خو د بابړې شهیدانو منل د ملي وجدان ژوندي کول دي.