تازه خبرونه ۱۴ اگست ۲۰۲۶

اروپايي ټولنې له افغانستان سره په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې دوه میلیارده یورو مرسته کړې

کابل (پژواک) اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې د بشري مرستو، بنسټیزو اړتیاوو او د خلکو د معیشت د ملاتړ په برخو کې څه باندې دوه میلیارده یورو مرسته کړې ده. اروپايي ټولنې ویلي چې دغه مرستې د نادولتي موسسو، د ملګرو ملتونو ادارو، سره صلیب، سرې میاشتې او نړیوال بانک له لارې د روغتیا، زده کړو، بشري مرستو او نورو بنسټیزو خدمتونو په برخو کې لګول شوې دي. د اروپايي ټولنې په وینا، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا، کوچنیو پورونو، کوچنیو کاروبارونو، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو د ملاتړ په برخو کې هم مرستې شوې دي. اروپايي ټولنې زیاته کړې چې د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ له امله د رامنځته شوو ستونزو د هواري لپاره یې له راستنېدونکو افغانانو او د هغوی له کوربه ټولنو سره هم مرسته کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي چې دغه ټولنه به د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.